د غور ولایت روغتیايي مرکزونو ته تشخیصيه وسایل او معیاري یخچالونه وسپارل شو
غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د تشخیصيه ظرفیت پياوړتيا په موخه د شهرک، ساغر او چهارسدې ولسوالیو اړوند CHC+ روغتیايي مرکزونو ته د وینې د حجرو شمېرنې (CBC) ماشینونه او معیاري یخچالونه وسپارل شول.
یاد تجهیزات د اړینو لابراتواري ازموینو د ترسره کولو، د ناروغیو لا دقیق تشخیص، د واکسینونو، درملو او نورو هغو روغتیايي توکو د خوندي ساتنې لپاره اخيستل شوي، چې د ساتنې لپاره ځانګړې تودوخې ته اړتیا لري. د دغو تجهیزاتو ټول ارزښت ۱،۲۴۰،۰۰۰ افغانۍ دی، چې د باران مؤسسې له لوري پېرودل شوي دي.
