د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ پنځه ویشتمه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
Sat, Sep 12 2026 4:08 PM
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هېواد په روغتونونو کې د شته ستونزو حل، روغتونونو ته د اړتیا وړ درملو او طبي تجهیزاتو برابرولو، د نویو جوړېدونکو روغتونونو د چارو بهیر د چټکتیا، د ټولو روغتیايي مرکزونو د معلوماتو ثبت، په بېلابېلو برخو کې د ځان بسیاینې، د غیر دولتي مؤسسو د فعالیت او له ناروغانو څخه د فیس اخیستلو او د وزارت د ستراتېژۍ د پلي کېدو لپاره د بودجې د ځانګړي کولو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، د اړوندو مسؤلینو لپاره د لازمو لارښوونو ترڅنګ، په روغتونونو کې د شته ستونزو پر جدي حل، د نویو جوړېدونکو عمومي روغتونونو د چارو بهیر پر چټکتیا، د مسؤلینو له لوري خپلو اړوندو دندو ته پر پاملرنې، د سپارل شویو مسؤلیتونو په ترسره کولو او د نیمګړتیاوو پر له منځه وړلو د ټینګار تر څنګ لارښوونه وکړه، چې د روغتیايي فعالیتونو اړوند چارې دې په نظم، روڼتیا او مسؤلیت‌پذیرۍ سره پر مخ یووړل شي او د شته ستونزو حل لپاره دې لازم اقدامات ترسره شي.

همدارنګه، په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ډاډ یې ورکړ، چې د خپلو مسؤلیتونو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.

دغه راز، د اړوندو معینیتونو مسؤلینو په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو چارو د پرمختګ راپورونه وړاندې کړل، چې په کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو د درملو او طبي تجهیزاتو د تدارکاتو وضعیت، د نویو روغتیايي بستو د پلي کېدو، په تېر کال کې د عمومي روغتونونو جوړولو چارو د پرمختګ او په روان مالي کال کې د عمومي روغتونونو د تدارکاتو پلانونه او وضعیت شامل وو. سربېره پر دې، د رهبرۍ بورډ په تېره ناسته کې اړوندو مسؤلینو ته د سپارل شویو مسؤلیتونو او په اړه یې د ترسره شویو فعالیتونو راپور هم وړاندې او د وزارت له رهبرۍ سره شریک شو.

Latest news

Sat, Sep 12 2026 3:47 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Recruitment Process for Nearly 5,000 Vacant Positions Through Open Competition

The announcement was made at a press conference held at the Ministry of Public Health in the presence of H.E. Qari Abdul Wali Siddiqi, Deputy Minister for Finance and Administration. . .

Sat, Sep 12 2026 3:14 PM
Background image

Voluntary Blood Donation Campaign Held at Afghanistan Islamic Bank

The Ministry of Public Health’s National Blood Bank conducted a voluntary blood donation and public awareness campaign at Afghanistan Islamic Bank.

As part of the campaign, the. . .

Wed, Sep 09 2026 3:05 PM
Background image

Ministry of Public Health Highlights Key Achievements Over the Past Year

As part of the “Government in the Mirror of the Media” program and on the occasion of Health and Sports Week, Mawlawi Zabihullah Mujahid, spokesperson for the Islamic Emirate of. . .

BACK TO NEWS