پاک لاسونه؛ د ناروغیو د مخنیوي ساده لار
لاسونه د میکروبونو د لېږد له مهمو لارو څخه دي؛ په منظم ډول د لاسونو مينځل د ساري ناروغیو، په ځانګړي ډول د تنفسي او نس ناستې ناروغیو، د خپرېدو په کمولو کې مرسته کوي.
خپل لاسونه په منظم ډول په اوبو او صابون ومينځئ، په ځانګړې توګه لاندې پنځو وختونو کې:
- ۱ـ د خوړو تیارولو مخکې
- ۲ـ د خوړو له خوړلو یا ماشوم ته د خوړو ورکولو مخکې
- ۳ـ له حاجت رفع کولو څخه وروسته
- ۴ـ له ټوخي، پرنجي او پوزې پاکولو وروسته
- ۵ـ کله چې لاسونه مو ښکاره چټل وي
يادونه: کله چې لاسونه ښکاره چټل نه وي، د الکول پر بنسټ د لاسونو پاکوونکی محلول هم د لاسونو پاکولو اغېزمنه وسیله ده.
پاک لاسونه، سالمه کورنۍ او سالمه ټولنه!
د عامې روغتیا وزارت
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!