د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسسې سره د (۳۲۵۲۷) دوه دېرش زره پنځه سوه اووه ویشت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د نهه میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د معلولینو د فزیکي بیارغونې یو روغتيايي مرکز له لارې د یاد ولایت (۵۷۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د KOO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د نهه میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
