فاریاب ولایت کې ۱۵ ټنه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل له منځه یووړل شول
د فاریاب عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د هېوادوالو روغتیا خوندیتوب او بازار ته د غیر معیاري درملو وړاندې کېدو مخنیوي په موخه په تېرو دوو کلونو کې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۹۴۸ ډوله له نېټې تېر او بېکیفیته درمل، چې وزن یې ۱۵ ټنه دی، راټول کړي وو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.
