لغمان ولایت کې ۶۰۰ کيلو ګرامه درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول
د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز کې د درملو له عمده پلورنځیو څخه د ترسره شوې نظارت په پایله کې ۱۱۸ قلمه درمل چې وزن یې ۶۰۰ کیلوګرامه کېږي، راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکل شوي ځای ته ولېږدول.
