د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عقو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکزي پولي کلینیک ریاست غواړي (۱۳ قلمه د اکسری فلمونه پروژه) چې ریفرنس شمیره یې (MOPH/CPC/NCB/1405/G002) ده، (احساس هسپیتل سپلای لمیتد) شرکت ته، چې د جواز شمېره (۰۱۰۱-۲۰۶۰۶) ده او موقعیت یې (۱۱ ناحیه، هوتل پروان، شفا مارکیټ)کې دی او د تړون بيه (۱۹۶۴۰۰۰) يو ميليون عشاريه نهه سوه څلور شپېته زره افغانۍ دی

د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر شپږ تقویمي ورځو پورې د مرکزي پولي کلینیک ریاست ته، چې لومری ناحیه، سینمایې پامیر کې موقعیت لري، وسپاري

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders