د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده لسمه فقره
که یو ډاکټر له واردوونکو توليدي کارخونو، شرکتونو عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه فيصدي او يا نور امتيازات واخلي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندي تعزيري سزا ورکول کېږي:
الف - په لومړي ځل ورڅخه په ليکلې بڼه د بيا نه کولو تعهد اخیستل، کتنځای او روغتيايي فعاليت يې د يوې مياشتې لپاره ځنډول.
ب - په دوهم ځل يې کتنځای او روغتيايي فعاليت د درېیو میاشتو لپاره ځنډول او یاده موضوع د لازمو رسمي کړنو لپاره د عامې روغتيا وزارت ته لېږل.
ج - په درېیم ځل يې د فعاليت جواز، د عامې روغتیا وزارت له اړخه سلبول او د روغتیا په برخه کې له کار کولو څخه د تل لپاره منع کول.
