عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ
د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو له لارې په لرې پرتو سيمو کې؛ مېندوارۍ روغتيا او کورني تنظيم خدمتونو ته د مېرمنو او انجونو د لاسرسي زياتوالی په موخه له Afghan Family Guidance Association- AFGA مؤسسې سره د (۱۶۹۷۰۰۶) یو میلیون، شپږ سوه اووه نوي زره او شپږ ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۴ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۲۵۹۳۹۵) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۵۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د AFGA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
