د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري تر څو (د هلمند ولایت بست ۳۵۰ بستریز تخصصي روغتون رغولو پروژه) چې د تړون شمېره یې(MOPH/1404/NCB/W-3065) ده، د (اعتماد میزان ودانیز شرکت) ته چې د (37474) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (نوی باچا خان واټ، 21 نمبر کور لومړی پوړ، کندهار) کې ده ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه یې (388,277,958.6) درې سوه اته اتیا میلیونه دوه سوه اووه اویا زره نهه سوه اته پنځوس اعشاریه شپږ افغانۍ کېږي.

حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت، تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders