پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت ترسره شو.
د ياد نظارت په پایله کې (۱۳۰) قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي، چې نږدې (۱۶) کارتنه او (۴۴۵) کیلو ګرامه کېدل، راټول او د ګډې کمېټې په شتون کې له منځه يوړل شول.
