په فراه ولایت کې څه باندې څلور ټنه بې‌کیفیته تور چای له منځه یوړل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۰
MOPH

دغه چای چې له کینیا هېواد څخه وارد شوی و، د ګډ نظارتي ټیم، سیمه‌ییزو مسؤلینو او د رسنیو د استازو په شتون کې په شیخ ابونصر فراهی بندر کې له منځه یوړل شو.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد ولي احمدزي د یاد چای د منفي پایلو په تائید سره وویل، چې دا محصول (۹) ځله لابراتواري ازموینو ته وړاندې شوی و، خو په ټولو ازموینو کې یې پایلې منفي ثبت شوې وې، چې نن د ګډ نظارتي ټیم په شتون کې له منځه یوړل شو.

نوموړي زیاته کړه، وارداتي توکي یوازې هغه وخت هېواد ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کوي، چې دقیقې لابراتواري ازموینې یې ترسره او مثبتې پایلې ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۵
Background image

د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند حیدر خانه او فتیح پور سيمو کې دوه روغتیایي مرکزونه پرانیستل شول

دغه روغتیايي مرکزونه د او پي ډي، مور او ماشوم، نسايي ولادي، واکسین، رواني روغتیا، تغذيې او فارمسي څانګې لري، چې ولسونو ته به په منظم شکل خدمات وړاندې کوي.

د دې مرکزونو د پرانیستې پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

BACK TO NEWS