د کابل ښار په یوولسمه او پنځلسمه ناحیه کې د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت چې د خوړو خوندیتوب لوی ریاست له لوري ترسره شو، په پایله کې یې د خوراکي توکو ۲۸ قلمه محصولات او یو مقدار «کینګ» چاکلیټ راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
