د عامې روغتیا وزارت او AYSO ترمنځ د ۴۹۲ زره ډالرو تړون د غور او بادغیس لپاره لاسلیک شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۵۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د غور او بادغیس ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AYSO مؤسسې سره(۴۹۲،۳۲۸) د څلور سوه دوه نوي زره او درې سوه اته ویشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د څه باندې یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د بنسټیزو (BHC) روغتيايي مرکزونو له لارې د غور او بادغیس ولايت اوسېدونکو ته د تغذیې اړوند روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

همدارنګه، د يادې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا (۴۹) تنو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د غور او بادغیس ولایت (۴۴۰۰۰۰) تنه اوسېدونکي د تغذيې اړوند خدماتو برخمن او ۴۹ تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د AYSO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د څه باندې یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سم پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

د يادونې وړ ده، د عامې روغتيا وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو لا ښه والي او خلکو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه له ملي او نړیوالو مؤسسو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۲۰
Background image

زابل او پکتیکا ولایتونو کې له يو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دغه ولایتونو په مرکزونو کې ترسره شو، چې پایله کې یې ۸۸۰ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او AYSO ترمنځ د ۴۹۲ زره ډالرو تړون د غور او بادغیس لپاره لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د غور او بادغیس ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AYSO مؤسسې سره(۴۹۲،۳۲۸) د څلور سوه دوه نوي زره او درې سوه اته ویشت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۴۵
Background image

د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کارکوونکو ته د RCCE، SBC او WASH برخو کې درې مهم روزنیز ټریننګونه ورکړل شول

د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کارکوونکو ته د خطر مفاهمې او ټولنې ښکېلتیا (RCCE)، د ټولنیز سلوک بدلون (SBC) او د اوبو، حفظ الصحې او نظافت (WASH) اړوند درې. . .

BACK TO NEWS