د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د نړيوال سوداګريز سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه تر سره شوه
یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري نړیوالو بازارونو ته د هېواد د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو په موخه د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ او کرنې وزارتونو، د پلان او پالیسۍ لوی ریاست د استازو او د دې معینیت د درملیزو برخو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکټر نعیمالله ایوبي د دې ډول غونډو جوړېدل د هېواد په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، په ځانګړي ډول د درملو او خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې مهم وبلل او ګډونوالو ته یې د خوړو او درملو معینیت له لوري د رامنځته شويو اسانتیاوو او د صادراتي خوراکي توکو لپاره د روغتیايي تصدیقپاڼو صدور په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې د خوړو او درملو معینیت د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) د ټولو ژمنو بشپړ پلي کولو ته ژمن دی.
دغه راز، د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) رئیس، ښاغلي عبدالوکیل مسلم د يو پريزنټېشن په ترڅ کې ګډونوالو ته د سوداګرۍ برخه کې د اړينو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.
