پکتيکا ولايت کې له يو شمېر خصوصي او دولتي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۲۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت محترم مقام د لارښوونې په اساس د خصوصي سکتور د همغږۍ او تنظیم رئیس، الحاج ډاکتر احمد خندان تر مشری لاندې ټاکل شوي هیئت د خصوصي روغتیايي مرکزونو د تشویق، ملاتړ، قانوني طی مراحلو، معیاري خدمتونو د تنظیم او د رسمي جواز ترلاسه کولو په موخه پکتیکا ولایت کې د نظارتي بهیر پیل کړ.

یاد هیئت لومړی د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر عبدالله جان حقمل سره وکتل او دوه ګډ نظارتي ټیمونه یې جوړ کړل، چې دغه ټیمونو د دولتي روغتونونو تر څنګ د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۱۰۴ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه هم نظارت ترسره کړ.

په دې نظارت کې ۴۳ خصوصي روغتیايي مرکزونه چې جوازونه يې نه درلودل، وتړل شول او له ۵۹ نورو مرکزونو څخه لیکلي ژمنې واخیستل شوې؛ تر څو د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې خپل اسناد بشپړ کړي او د عامې روغتیا وزارت د مقرراتو او معیارونو سره سم خپل فعالیتونه رسمي او جواز تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه نظارت اساسي موخه د روغتیايي مرکزونو تشویق او ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت د مقرراتو او معیارونو مراعتول، د ۱۰۸۴ او ۹۱۶ مقررو سره سم د جوازونو قانوني مراحلو بشپړول او د هېواد اوسېدونکو لپاره د معیاري خدماتو زمينه برابرول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۲۲
Background image

پکتيکا ولايت کې له يو شمېر خصوصي او دولتي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت محترم مقام د لارښوونې په اساس د خصوصي سکتور د همغږۍ او تنظیم رئیس، الحاج ډاکتر احمد خندان تر مشری لاندې ټاکل شوي هیئت د خصوصي روغتیايي مرکزونو د تشویق، ملاتړ، قانوني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۱۵
Background image

د کابل ولایت په بهارستان سیمه کې د درملو عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بهارستان سیمه کې د درملو عمده پلورنځیو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۲۹
Background image

د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او تطبیق کوونکو بنسټونو سره د همکارۍ او همغږۍ ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف سازمان، تطبیق کوونکو مؤسسو او د افغانستان سرې میاشتې له استازو سره. . .

BACK TO NEWS