د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د یونیسف ادارې له استازو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۲۲
MOPH

د دې لیدنې موخه د باکیفیته درملو برابرول او د یوې ټاکل شوې ګډې او ځانګړې تخنیکي کمېټې تر څارنې لاندې یې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ټولو روغتیايي مرکزونو ته رسونه ده؛ څو دا بهیر په بشپړه روڼتیا تطبیق او ترسره شي.

همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ټینګار وکړ، چې له هغو کورنیو باکیفیته محصولاتو او تولیداتو څخه دې استفاده وشي، چې نړیوال سرټیفیکیټونه لري او د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوي دي؛ څو هېواد ته د بې کیفیت درملو د واردېدو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS