پکتیا ولایت کې شاوخوا ۲۸ ټنه بې کیفیت او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۰
MOPH

یاد درمل او خوراکي توکي د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري له مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، چې د عامې روغتیا رئیس او ټاکل شوې کمېټې په شتون کې له منځه یووړل شول.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر معراج ګل عادل خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د نظارت مسؤلین به د پلان له مخې خپلو نظارتي فعالیتونو ته دوام ورکړي، ترڅو خلکو ته لوړ کیفیت لرونکي درمل او خوراکي توکي وړاندې او له ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتون‌ پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام  مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

BACK TO NEWS