د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له‌ لوري د التراسونوګرافۍ بورډ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۲
MOPH

یاده غونډه د التراسونوګرافۍ د بورډ درنو غړو په شتون کې په دې موخه جوړه شوې وه، چې د التراسونوګرافۍ د روزنیزو اسنادو، د روزنیزو مرکزونو او د هغو غیر قانوني روزنیزو مرکزونو د فعالیتونو په اړه بحث او ارزونه وشي، چې د بحث او نظرونو وړاندې کولو وروسته لاندې پرېکړې وشوې:

- ټولو هغو استادانو ته چې مخکې یې په دې برخه کې د تدریس دنده لرله، لارښوونه وشوه، چې خپل اسناد بیا د اکمال تخصص لوی ریاست ته د قانوني مراحلو د ترسره کولو لپاره وسپاري، څو د یادې برخې د لارښود له مخې راتلونکي کې وکولای شي، د التراسونوګرافۍ د لوړې کچې (Advance) غوښتونکي د نوي منظور شوي رهنمود او کوریکولم له مخې وروزي.

- هغو استادانو ته چې د اکمال تخصص لوی ریاست له‌ لوري ثبت او راجستر شوي دي، سپارښتنه وشوه چې د خپلو التراسونوګرافۍ روزنیزو مرکزونو جوازونه نوي کړي، تر څو وکولای شي خپل فعالیتونه بیا ځلې پيل کړي.

- د هغو محترمو متخصصینو په اړه هم پرېکړه وشوه، چې د اکمال تخصص لوی ریاست له ثبت او راجستر شویو مرکزونو څخه د التراسونوګرافۍ بنسټیز (Basic) سندونه لري، خو یادې رشتې ازموینه یې نه ده ورکړې، پرېکړه وشوه چې دوی دې د خپلو پاتو شپږ میاشتنیو روزنیزو مودو بشپړولو وروسته، د نوي کوریکولم له مخې ازموینه ورکړي.

همدارنګه، په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې له اړوندو مراجعو سره په همغږۍ هغه کورسونه چې په خپل سر او غیر قانوني ډول فعالیت کوي او د MD ډاکټرانو پرته نورو کسانو ته روزنه ورکوي، ژر تر ژره دې وتړل شي او له سرغړوونکو سره دې قانوني چلند وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS