ننګرهار کې له زلزله ځپلو سره د درملو او نغدو پیسو مرستې وشوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۲۳
MOPH

 د یادو مرستو په لړ کې سنو فارما (Snow Pharma) د درملو تولیدي کمپنۍ د ۲۴ قلمه مهمو درملو مرسته، چې ارزښت یې ۶لکه او ۶۸زره افغانۍ کیږې، د حاجي ظاهر هدروګل د درملو خصوصي شرکت له بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون سره د ۱۰لکه افغانیو په ارزښت د درملو مرسته، چې یو شمېر نورو شرکتونو په کې هم برخه لرله، د پلیوا شرکت له لوري د ۵لکه او ۱۸زره افغانیو په ارزښت درملو مرسته، د کاموال راډيولوژي مرکز له لوري د زلزلې سلګونه ټپيانو ته وړیا د سي ټي سکین، ام ار ای او اکسری معایناتو مرسته، ننګرهار کې د یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو له لوري ټپيانو سره ۶ميليونه افغانۍ نغدي مرسته او د ننګرهار یو سوداګر په بي بي فاطمة الزهرا ولایتي او د انتاني ناروغیو روغتونونو کې د زلزلې له یو شمېر ټپیانو سره د شاوخوا پنځه سوه پنځوس زره افغانیو نغدي مرستې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول

دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلین. . .

BACK TO NEWS