د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تشخیص او درملنې پروتوکولونو د بشپړولو په موخه د جوړ شوي څلور ورځني ورکشاپ پرانیسته وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۰
MOPH

یاد ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست اړوند د کیفیت ښه والي او خونديتوب امریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د کابل ولایت او حوزوي روغتونونو متخصصو ډاکټرانو ته د تشخیص او درملنې پروتوکولونو د بشپړولو په موخه پیل شوی، چې په کې د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، اړوندو مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو او متخصصو ډاکټرانو ګډون درلود

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د پروتوکولونو بشپړول یو نوښت او د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا او د خلکو روغتیا خونديتوب لپاره اغېزمن وبلل او زیاته یې کړه، چې د باکیفیته او مصؤونو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره به نه ستړي کېدونکو هڅو ته دوام ورکړو؛ تر څو خوندي او پر ځان بسیا روغتیایي سکټور ولرو.

دغه راز، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي وویل، دغه پروتوکولونو به په لیکلي او چاپي بڼه د هېواد ټولو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته ووېشل شي؛ تر څو د ناروغیو د تشخیص او درملنې برخه کې شته ستونزې حل او روغتیایي سیسټم مو پیاوړی شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

BACK TO NEWS