د عامې روغتیا وزارت د تېر کال فعالیتونو، او لاسته راوړنو څخه د ګډ منظم راپور چمتو کولو په موخه د وزارت له مرکزي رئیسانو سره غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۲۲
moph

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم او د وزارت د مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، له هغو ریاستونو څخه مننه وکړه، چې د خپلو مسؤولیتونو په ساحه کې یې په اخلاص خپلو هیوادوالو ته خدمات تر سره کړي او خپل اړوند راپور یې ټاکل شوې کمېټې ته لېږلي دی، ښاغلي مرستیال همدارنګه له ټولو مسؤولینو په چارو کې د لا ډیر صداقت ، اخلاص او پاملرنې غوښتنه وکړه.

همداراز، د مقام د دفتر لوی رئیس، ښاغلي الحاج شیخ محمد طاهر حلیم ګډونوالو ته د چارو د لا ښه والي په موخه د ادارو د کاري راپورونو د جوړولو او لېږلو میتود اړوند معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل، چې خپل راپورونه د ټاکل شويو معیارونو سره سم اړوند کمېټې ته واستوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

BACK TO NEWS