د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د کتلوي معافیت د نوې ودانۍ پرانیسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۳۲
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکتر عنایت الله عنایت، د هلمند مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس، د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي فضلي احمد شفیع الله، د یونیسف استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د مالي او اداري چارو مرستیال یاده ودانۍ د ماشومانو د روغتیا خوندیتوب لپاره اغېزمن ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د کتلوي معافیت خدمات به لا پیاوړي کړي، د واکسین لاسرسي برخه کې به لا ښه والی راولي او په ولسونو یې غږ وکړ، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي؛ تر څو پر ځان بسیا او پرمختللی هېواد ولرو.

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی، رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت پر حفظ الصحې ټینګار وکړ او له ولسونو یې وغوښتل، چې خپلو ماشومانو ته وقایوي درمل او واکسین پر خپل وخت او زمان تطبیق کړي؛ تر څو د ساري ناروغیو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

BACK TO NEWS