د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د کابل بېلا بېلو برخو کې ۲۰ زره معلوماتي پوسټرونه وویشل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۲
moph

 یاد کمپاین چې موخه یې د کانګو ناروغۍ مخنیوی او پر وړاندې یې عامه پوهاوی دی، په ترڅ کې یې د مرکز په بېلا بېلو ناحیو کې څارویو پلورونکو او عامه خلکو ته ۲۰ زره معلوماتي پوسټرونو وویشل شول.

دا اقدام د عامې روغتیا وزارت اړوندو څانګو سره په همغږۍ د خلکو د روغتیا ساتنې په موخه پیل شوی دی.

د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلین ټینګار کوي، چې د دغه کمپاین موخه د کانګو ویروس د لېږد مخنیوی، د خطر سره مخ خلکو ساتنه او د دې خطرناکې او ناوړه ناروغۍ له امله د مړینې کچه راکمول دي.

همدارنگه، یاد کمپاین کې د کابل اوسېدونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د دې ناروغۍ د درملنې اړوند روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د معلوماتي پوسټرونو په ترلاسه کولو او ویشلو سره په دغه کمپاین کې فعاله برخه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS