د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري د کانګو (وينه‌بهوونکې) ناروغۍ د مخنیوي په موخه یو ورځنی روزنیز کمپاین ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۲:۲۸
MOPH

 دغه کمپاین چې د مرکز مزار شریف ښار په بېلا بېلو برخو کې ترسره شو، موخه یې د عامه‌ پوهاوي لوړول، د کانګو ناروغۍ د خطرونو په اړه بیان او د وقایوي تدابیرو پام کې نیول وو، چې په کې د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سيد احمد شاداب، د ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل، د روغتیا ظرفیت لوړولو مسؤل، روغتیايي کارکوونکو او د همکارو مؤسسو او رسنیو استازو ګډون کړی و

د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر سيد احمد شاداب وویل: کانګو یوه جدي او وژونکې ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسان ته انتقالېږي او د مخنيوي يوازينۍ لاره یې د عامه پوهاوي لوړول، پاکوالي ته پاملرنه او د وقایوي تدابیرو عملي کول دي.

دغه راز، د ساري ناروغيو د کنټرول مسؤل، ډاکټر منصور ساويز د یادې ناروغۍ د نښو نښانو، د انتقال لارو او د وقایوي تدابیرو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې او زياته یې کړه، چې د څارویو د ذبحه کولو او د غوښې پروسس پر مهال باید احتیاطي او لازم تدابير په پام کې ونیول شي.

په دغه کمپاین کې د عامې روغتيا رياست له لوري د یادې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي بروشورونه ووېشل شول، د رسنيو له لارې عامو خلکو ته اړین پیغامونه وړاندې شول او روغتيايي کارکوونکو ته لارښوونې وشوې، چې د مشکوکو پېښو راپور پر وخت شریک او دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د کمپاین ګډونوالو د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او له عامو خلکو یې وغوښتل، چې د کانګو ناروغۍ د مخنيوي لپاره له روغتيايي سپارښتنو سره سم عمل وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS