د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي کندز ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له والي ښاغلي ملا محمد خان دعوت سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۱۸
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم ، د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد اللّٰه حکمت او مل پلاوي شتون درلود ، په کندز ولایت کې د نویو روغتونونو جوړولو، د خلکو روغتیایي ستونزو ته د رسیدنې او د ولسونو لپاره د لا ښو خدماتو برابرولو اړوند خبرې تر سره شوې.

په یاده ناسته کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل سفر موخه (چې په یاد ولایت کې د روغتیایي خدمتونو ارزول دي ) شریکه او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل  ، امکاناتو ته په لیدو سره به یادو شویو غوښتنو ته رسېدګي وکړي ، ښاغلي وزیر همدارنګه یادونه وکړه ، کوښښ کوي چې روغتیایي سیستم لا نور فعال او د خلکو خدماتو ته لاسرسی زیات کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS