۳۰۰ تنو بولاني پخونکو ته د خوړو خوندیتوب په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
MOPH

یاد سیمینار د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د کابل ښار سرک غاړې خوراکي توکو پلورنکو (بولاني پخونکو) ته پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي او ګډونوالو به په کې د خوړو خوندیتوب او روغتیا پاملرنې اړوند لازمې زده کړې ترلاسه کړي.

د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم الله ایوبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست سربېره د یاد سیمینار په ارزښت ټینګار وکړ او له هغوی وغوښتل چې د هېوادوالو روغتیا ته د پاملرنې په موخه د یاد سیمینار په ترڅ کې زده کړي موضوعات عملي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS