د عامې روغتیا وزیر پکتیا ولایت کې له روغتیايي مسؤلینو، روغتیايي پرسونل او خصوصي سکتور له استازو سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۲:۴۷
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له روغتیايي مسؤلینو، روغتیايي پرسونل او خصوصي سکتور له استازو سره وکتل

په دې کتنه کې، چې د پکتیا د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر معراج ګل یې هم ملتیا کوله د مسؤلینو له لوري د روغتیا په برخه کې شته ستونزې په ځانګړې توګه د جدي پاملرنې خونو ته د اړینو طبي تجهیزاتو برابرېدو، روغتونونو ته د درملو او نورو اړینو طبي توکو رسولو، روغتیايي پرسونل د کمښت او د درملو د کیفیت برخه کې شته ستونزې د وزارت له رهبرۍ سره شریکي شوي، چې په اړه یې د لازمو اقداماتو ترسره کېدو ډاډ ورکړل شو.

د عامې روغتیا وزیر له لوري همداراز روغتیايي کارکوونکو ته د ناروغانو ستونزو ته د بشپړې رسېدنې او درملنې برخه کې لازمې سپارښتنې ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

BACK TO NEWS