د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې وزارت د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د ولایتونو د اړیکو همغږۍ رئیس، قاري معتصم باالله توریال د یو پرېزنټېشن په ترڅ کې  د یاد ریاست دندې، وړاندیزونه او ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د وزارت له رهبرۍ یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست دندې او وړاندیزونه واورېدل او د یاد ریاست د ستونزو د حل په اړه یې د لازمو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۱۷
Background image

د عامې روغتیا ملي انسټېټیوټ لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا مدیریت او مسلکي اخلاقو اووه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

په دغه ورکشاپ کې چې د ملي‌الشفاء، دشت برچي سل بستریز او حضرت بلال پنځوس بستریز روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي او اداري کارکوونکو ګډون کړی و، موخه يې د ګډونوالو د پوهې، مهارتونو، مدیریتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۱۴
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په راډيولوژي انسټېټیوټ کې د الټراساونډ زده کړو دوهم ټولګي پرانيستې مراسم ترسره شول

په يادو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تشخيصيه خدماتو رئيس ډاکټر محمد قاسم صاحبي، د اکمال تخصص د اکاډميکو چارو د انسجام رئيس ډاکټر احمد فرشيد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د "خوراکي توکو په تأمين کې د خطر او بحران مدیریت" درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ، د ياد معينيت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او. . .

BACK TO NEWS