د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ټولو مرکزي او ولایتي محترمو رئیسانو د پام وړ!

rasooli_admin
MOPH

دا چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د << یو روغتیايي کارکوونکی یو ونه>> تر شعار لاندې د نیالګیو د کښېنولو ملي کمپاین پیل شوې.

نو په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ټولو مرکزي او ولایتي رئیسانو څخه په درنښت هیله کېږي، چې په یاد کمپاین کې د خپل ګډون تر څنګ ټول روغتیايي کارکوونکي وهڅوي، چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي؛ تر څو د یو یو نیالګي د کښېنولو په مرسته په راتلونکي کې د هوا او چاپیریال د پاکوالي تر څنګ په هېواد کې د تنفسي او ورته نورو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

نو ستاسې ټولو محترمو رئیسانو څخه په درنښت هیله کېږي؛ تر څو د نیالګیو د کښېنولو ملي کمپاین په پروسه کې د عملي ونډې اخېستو په موخه د خپل ګډون تصویرونه او راپورونه له موږ سره شریک کړئ.

د یاد کمپاین راپور په لاندې ډول دی!

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزرات د مشرتابه له لوري ۱۴۰۳ هـ ش کال د  یو "روغتیايي کارکوونکی یو ونه" تر شعار  لاندې د کمپاین په موخه پيل شو

یاد کمپاین د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري د ناروغیو څخه مخنیوي، د چاپېریال د زرغونتیا او پاکوالي په موخه د یو ونې په کښېنولو سره پیل شو، چې د یاد وزارت د  روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله اخندزاده حامد او د دې وزارت ګڼ شمېر  رئیسانو  او کارکوونکو هم په کې شتون درلود.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د هېواد له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي او د نیالګیو په کښېنولو سره خپل چاپیریال پاک او زرغون کړي؛ تر څو د هوا د پاکوالي تر څنګ د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۵۵
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: د کیور روغتون تخصصي برنامې ته د انټرنس (شمولیت) ازموینې لپاره نوملیکنه!

ټاکل شوې د کیور روغتون په کورني طب او پتالوژي څانګو کې د تخصص لپاره د انټرنس (شمولیت) ازموینه د یاد . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د غضنفر طبي ژورنال اتمې ګڼې لپاره د مقالې د منلو اعلان !

معرفی ژورنال طبی:

د غضنفر طبي ژورنال پېژندنه:

د غضنفر طبي ژورنال (Ghazanfar Medical Journal) په ۲۰۱۶ میلادي کال د روغتیا د برخې متخصصینو له‌ لوري د افغانستان د عامې روغتیا ملي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۰
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اسنادو اروزنې په موخه د اندوسکوپي او هاضمې سیسټم ازموینې لپاره نوم لیکنه.

۲۹/۰۳/۱۴۰۴

ټاکل شوې ده چې د اکمال تخصص لوی ریاست، د مربوطه لایحې له مخې، د هغو متخصصینو څخه چې د بهرنیو . . .

Back to announcements