د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په مالیزیا کې د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي ښاغلي داتو احمد اعظم سره ولیدل

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۳:۴۶
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په مالیزیا کې د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي ښاغلي داتو احمد اعظم سره ولیدل

ياده ليدنه چې په کوالالمپور مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت کې ترسره شوه، په ماليزيا هيواد کې د افغانستان د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي هم ګډون درلود!
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ډاکټر قلندر عباد له ښاغلي داتو اعظم سره په ليدنه کې وويل، افغانستان د آسیا د زړه په توګه خورا مهم هېواد دی، دا چې افغانستان یو خپلواک او بې پری هېواد دی، له افغانستان څخه هیڅ هېواد ته خطر متوجه نه دی، د هر ډول مثبت تعامل لپاره د افغانستان دروازې د ټولو پرمخ خلاصې دي.

په نشه یی توکو د روږدو کسانو په درمنله کې شل کاله غرب او تېر حکومت ونه توانېد چې مخه یې ونیسي، خو مونږ په کمه موده کې په نشه یي موادو د روږدو کسانو درملنه وکړه او د دې سترې ستونزې مخه مو ونیوله.
ښاغلي عباد زياته کړه ، په روغتیا وزارت کې اوسمهال له مونږ سره په زرګونه نارينه کارکوونکي او ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې دي او ترڅنګ یې په مختلفو برخو کې روزل کیږي.
مالیزیا زمونږ دوست او مسلمان ورور هېواد دی چې د روغتيا په برخه کې د تلپاتې همکارۍ او دوه اړخيزه اړيکو لپاره به لا کار کوو! 

ښاغلي داتو اعظم د مجلس په جريان کې ښاغلي وزير ته ډاډ ورکړ چې د ماليزيا هيواد دولت به د روغتيا تر څنګ په نورو ډيرو برخو کې له افغانستان سره مل اوسي هغه په خپلو خبرو کې ياد سفر مهم وباله او د لا دوامدارو اړيکو په مؤثريت يې خپل نظر څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ښار دویمې ناحیې کې د چاپیریال روغتیا نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په دویمې ناحیې کې له یو شمېر هوټلونو، نانواییو، قصابیو، د خوراکي توکو پلورنځیو او د مخابراتي شرکتونو له انتنونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۴۴
Background image

د EMR سافټویر د لا ښه والي او اغېزمن تطبیق په موخه د عامې روغتیا وزارت ناسته ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ له رئیس انجنیر جاوید وفا سره د EMR Electronic Medical Record سافټویر د لومړنۍ نسخې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۴۲
Background image

د اکمال تخصص برنامې استادانو ته د ظرفيت لوړولو په موخه د MCQS معياري پوښتونو برابرولو برخه کې روزنیز سیمينار ترسره شو

دغه یو ورځنی سیمینار د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د اکاډميکو چارو د انسجام ریاست د ازموينو او ظرفیت لوړونې آمریتونو له لوري د ټرینري او انټرنس ازموينو لپاره د MCQS (Multiple Choice. . .

BACK TO NEWS