د EMR سافټویر د لا ښه والي او اغېزمن تطبیق په موخه د عامې روغتیا وزارت ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۴۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ له رئیس انجنیر جاوید وفا سره د EMR Electronic Medical Record سافټویر د لومړنۍ نسخې د لا ښه والي او اغېزمن تطبیق په موخه ناسته ترسره کړه:

په دې ناسته کې چې د HMIS امر انجنیر میرویس رحیمي او تخنیکي ټیم شتون درلود، د EMR Electronic Medical Record سافټویر د لومړنۍ نسخې، چې د یوه خصوصي شرکت له‌ لوري وړاندې شوې ده؛ تخنیکي او عملي اړخونه وارزول شول.

همدارنګه، د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او تخنیکي ټیم د یاد سافټویر د لا ښه والي، معیاري کېدو او اغېزمن تطبیق په موخه خپل نظرونه، تخنیکي سپارښتنې او رغنده وړاندېزونه شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS