په هلمند ولایت کې لس نوي روغتیايي مراکز پرانیستل شول

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۱:۱
په هلمند ولایت کې لس نوي روغتیايي مراکز پرانیستل شول

دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د لس نویو روغتیايي مراکزو پرانیسته ترسره کړه.
مالي او اداري معین ددې روغتیايي مراکزو د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې وویل چې ددې مراکزو له پرانیستې سره به د هلمند ولایت د ولسونو روغتیايي ستونزې حل شي او دوۍ به له معیاري روغتیايي خدماتو څخه برخمن شي.
همدارنګه ښاغلي معین روغتیايي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو د ولسونو ته لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي او له ناروغانو سره مناسب چلند وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۷
Background image

مولوي عبدالولي حقاني د مرکزي پولي کلینیک او تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه ليدنه وکړه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي بانک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۲
Background image

بادغیس ولایت کې د اوتریچ ۱۶ واکسیناتورانو ته ۱۲ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه پروګرام چې موخه یې د واکسیناتورانو مسلکي ظرفیت لوړول او د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت ښه کول دي، په کې د وقایې وړ ناروغیو مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار وشو او له ګډونوالو. . .

BACK TO NEWS