د وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت مختلفې څانګې افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۸:۵۷
د وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت مختلفې څانګې افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده د یوې غونډې په ترڅ کې د وزیر محمداکبرخان روغتون د رادیوفلوروسکوپي، کلچر، ریکوري او سټندرد عملیات خونې، نرس استېشن، ښځینه ارتوپیدي کلینیک، سپتیک څاه ګانې، امنیتي کمرې، پلې لارې، مسجد او د لېفټ سیستم افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپاره.

د عامې روغتیا وزارت معینانو، د روغتیايي کارکوونکو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او د وزیر محمداکبر خان روغتون د یاد شوو برخو پرانیستل او بیا ترمیم یې د روغتیايي عرضه خدماتو او د ناروغانو روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې یو اغېزمن ګام وګاڼه.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت معینانو، ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په هڅه کې ده؛ څو په هېواد کې د غوره او لا ډېرو روغتیايي خدماتو زمینه هېودوالو ته برابره کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې ددې روغتون د یادو شویو څانګو د جوړولو، بیاځلې ترمیم او تجهیز لګښت د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې او همکارو موسسو له لورې ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۲۸
Background image

لغمان ولایت کې ۶۰۰ کيلو ګرامه درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز کې د درملو له عمده‌ پلورنځیو څخه د ترسره شوې نظارت په پایله کې ۱۱۸ قلمه درمل چې وزن یې ۶۰۰ کیلوګرامه کېږي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

په سمنګان او لوګر ولایتونو کې د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري سمنګان او لوګر ولایتونو کې د میندو او ماشومانو لپاره د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو (RMNCAH) وړاندې کولو په موخه له Care of Afghan Families-CAF مؤسسې سره د (۳۱۸۲. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده شپاړسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده شپاړسمه فقره:

که یو شخص د دوديز طب ترنامه لاندې د يوويشتمې مادې له حكمونو څخه سرغړونه وکړي،. . .

BACK TO NEWS