د عامې روغتيا وزير ښاغلی ډاکټر قلندر عباد د لوړ رتبه مل پلاوي سره قطر هېواد ته په رسمي سفر روان شو

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۰:۲۰
د عامې روغتيا وزير ښاغلی ډاکټر قلندر عباد د لوړ رتبه مل پلاوي سره قطر هېواد ته په رسمي سفر روان شو

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت لوړ رتبه پلاوی د عامې روغتيا د وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ قطر هيواد ته په شپږ ورځني سفر روان شو ، د ياد سفر موخه له قطر هيواد سره د روغتیايي خدماتو د همغږۍ، افغان ډاکټرانو لپاره د ظرفيت لوړونې په برخه کې زمينه سازي او په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې د همکارۍ او سرمايه ګزارۍ په اړه خبرې تر سره کول دي.
په ياد سفر کې به د قطر هيواد له ځينې پرمختللو روغتيايي مراکزو څخه هم ليدنه تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

د روغتونونو د اداري سیستم د ډیجیټل کولو په موخه د څلورو وزارتونو ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مرکز او روغتونونو د اداري سیسټم د ډیجیټل کولو (برېښنايي کېدو) په موخه له ماليې، لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS