د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د بدخشان له والي اودبدخشان ولايت کې دسرحداتو او قبايلو چارو وزارت رئيس سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۵:۱۴
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د بدخشان له والي اودبدخشان ولايت کې دسرحداتو او قبايلو چارو وزارت رئيس سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د بدخشان له والي، مولوي امان الدین منصور سره لیدنه ترسره کړه.

مولوي امان الدین منصور د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده ته ښه راغلاست وویل او په بدخشان ولایت کې د عامې روغتیا وزارت ترسره شوي خدمات د ستاینې وړ وبلل.

همدارنګه ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د بدخشان والي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د عامې روغتيا مالي او اداري معين مولوي محمد اسحق صاحبزاده په بدخشان ولايت کې د سرحداتو او قبايلو چارو وزارت د رئيس دفتر شيخ حضرت ولي حقاني او مل پلاوي سره يې د واخان او پاميريانو د روغتيا او روغتيايي مراکزو په اړه د همغږۍ مجلس تر سره کړ ، تر څو په لمړي ځل هغه سيمې چې لسيزې يې روغتيايي خدمات نه لرل اوس به پيل شي ان شاء الله

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د بدخشان له والي اودبدخشان ولايت کې دسرحداتو او قبايلو چارو وزارت رئيس سره لیدنه ترسره کړه

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS