د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص په پروګرام کې په شرایطو برابر زده کوونکو څخه د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۶:۰
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص په پروګرام کې په شرایطو برابر زده کوونکو څخه د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

پنجشنبه، مرغومې ٢٣/١٤٠٠ 

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص پروګرام کې په شرایطو برابر زده کوونکو ازموینه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر، د لوړو زده کړو وزارت او د ازموینو د ملي کمېټې د استازو په ګډون د یوې ناستې په ترڅ کې پرانیسته او واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال په هېواد کې د دغه پروګرام پیلېدل د ډاکترانو د مسلکي پوهې د کچې لوړولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله او زیاته یې کړه، موږ په دې پروګرام کې د وړ کسانو د لار موندلو روڼتیا ته ژمن یو او هغه اشخاص چې لوړې نمرې ترلاسه کوي په دې پروګرام کې شامل شي.

ډاکتر عمر زياته کړه، چې د تخصص ازموینې د شمولیت پروګرام کې ٦٦٠٠ کسانو نوم لیکنه کړې، چې له دې جملې څخه له ٥٥٠٠ څخه زيات بايومټريک او ازموینه کې شامل شوي چې په دوی کې شاوخوا ١٨٠٠ اناث طبقه شاملې دي او په دې ازموينه کې د هغوى د لارموندنې  لپاره ځانګړی امتیاز هم په پام کې نيول شوی دی.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت مرستیال، د اکمال تخصص پروګرام کې د ازموینې د اخیستو بهیر له نږدې وڅېړه او ژمنه یې وکړه هڅه کو چې د دې پروسې شفافیت تر پوښتنې لاندې رانه شي او هر څوک خپل حق ترلاسه کړي.

سربېره پردې ډاکتر عمر، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو، د روغتيايي سيستم د معياري کولو، په هېواد کې د تخصصي کولو په اړه ګډنوالو ته خبرې وکړې او په بهر کې مېشتو متخصصينو څخه يې وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او خپلو خلکو ته دې خدمت وکړي ترڅو په کور دننه د درملنې اسانتیا رامنځته شي او بهر ته د ناروغانو له تګ څخه مخنیوی وشي.

د يادونې وړ ده، چې د اکمال تخصص پروګرام کې د شمولیت ازموینه د ازموينې ملي کمېټې او د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه پلاوي لخوا په لاره اچول شوې، چې شاوخوا شپږ سوه تنه وړ کسان به د خپلې خوښې وړ څانګو ته لار پیدا کړي، چې پايلې به يې ډېر ژر د عامې روغتیا وزارت له پاڼو اعلان شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۰
Background image

په فراه ولایت کې څه باندې څلور ټنه بې‌کیفیته تور چای له منځه یوړل شو

دغه چای چې له کینیا هېواد څخه وارد شوی و، د ګډ نظارتي ټیم، سیمه‌ییزو مسؤلینو او د رسنیو د استازو په شتون کې په شیخ ابونصر فراهی بندر کې له منځه یوړل شو.

د فراه د عامې روغتیا رئیس،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د پکتیا او بامیان اوسېدونکو لپاره د رواني او ټولنیزو خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا او بامیان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ډایوو (DAWEO) مؤسسې سره د (۱۴۵۰۴۸) یو سل پنځه څلوېښت زره او اته. . .

BACK TO NEWS