د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي په کندهار کې د خوړو او درملو د تنظیم او روغتیايي معیارونو وضعیت وڅېړه
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو سره د قاچاق د مخنیوي، د روغتیايي معیارونو له پلوه د غیرمعیاري تأسیساتو د فعالیت، د جوازونو د صادرولو او اړوندو کړنلارو د پلي کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه، یاد پلاوي د خوړو او درملو آمریت د کیفیت کنټرول له لابراتوار، د تاج وطن خوراکي توکو له تولیدي فابریکې او د درملو له دوو تولیدي شرکتونو څخه لیدنه وکړه او دغه راز، د موجوده ستونزو او اړتیاوو له ارزونې سره هم مهاله، د تخنیکي او روغتیايي معیارونو، د خوړو خوندیتوب او د تأسیساتو جوازونو د قانوني پړاوونو د بشپړولو پر رعایت ټینګار وکړ.
سربېره پر دې، د خوړو او درملو معینیت پلاوي د خوړو خوندیتوب له کارکوونکو سره په ناسته کې د خوړو د خطرونو تحلیل، د خوراکي توکو د تاسیساتو د جوازونو د طی مراحل او د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتي چارو اړوندې ستونزې او ننګونې هم وڅېړلې او په دې برخو کې یې لازمې لارې چارې ورسره شریکې کړې.
