د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له مل پلاوي سره په ګډه د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون څخه لیدنه وکړه
په دې ليدنه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، د یاد روغتون بېلا بېلې څانګې وکتلې او د روغتیايي خدمتونو بهیر، د ناروغانو د وضعیت او شته امکاناتو ارزونه یې وکړه.
نوموړي د غوره روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له ناروغانو او مراجعینو سره ښه چلند وکړي، شته ستونزې په وخت حل او د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
