د عامې روغتیا وزارت پلاوي په سمنګان کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت وارزاوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۱۶
mpoh

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي سمنګان ولایت  ته د سفر په ترڅ کې د حضرت سلطان ولسوالۍ له CHC روغتیايي مرکز او د روږدو درملنې له 30 بستریز روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

د دې لیدنې په ترڅ کې  د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون ، کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو وضعیت، لابراتوارونو، حفظ‌الصحې، د انتاناتو د کنټرول اصول، د ثبت او راپور ورکولو سیستم او د روغتونونو عمومي وضعیت د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول.

همداراز، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، ساري ناروغیو د کنټرول اصولو د رعایت، د موجوده امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه، یاد پلاوي له روغتیايي کارکوونکو او مراجعینو سره لیدنې وکړې، د خدمتونو د کیفیت او شته ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل او پر حساب‌ ورکوونې، شفافیت، د معیارونو په رعایت او د مراجعینو د حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له مل پلاوي سره په ګډه د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د روغتیايي نوښتونو بورډ دوهمه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د اړوندو ریاستونو استازو ګډون کړی و، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: د نوښتونو په برخه کې داسې طرحو ته اړتیا ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي په کندهار کې د خوړو او درملو د تنظیم او روغتیايي معیارونو وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو سره د قاچاق د مخنیوي، د روغتیايي معیارونو له پلوه. . .

BACK TO NEWS