د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه
په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې.
د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او بشپړېدو غوښتنه وکړه او ويې وویل: د دغه روغتون بشپړېدل به د اندراب او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزير د اندراب ولسوالۍ روغتون د پروژې ارزونې په موخه تخنيکي ټيم ته دنده وسپارله؛ تر څو د ياد روغتون له ارزونې وروسته د پاتې چارو د بیا پيل برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
سربېره پر دې ښاغلي وزير وويل: په نږدې راتلونکي کې به د ياد ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې پيل شي، چې په جوړېدو سره به يې د ناروغانو لپاره د معياري او تخصصي خدمتونه زمينه برابره شي.
