په غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له BARAN مؤسسې سره هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Bu Ali Rehabilitation & Aid Network-BARAN مؤسسې سره د (۲۳۹۵۴۴) دوه سوه نهه دېرش زره پنځه سوه څلور څلوېښت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۶۱ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۳۹۹۷۹) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۴۳) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د BARAN مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
