د عامې روغتیا ملي انسټېټیوټ لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا مدیریت او مسلکي اخلاقو پنځه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۰
moph

په دغه ورکشاپ کې چې د ملي‌الشفاء، دشت برچي سل بستریز او حضرت بلال پنځوس بستریز روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي او اداري کارکوونکو ګډون کړی و، موخه يې د ګډونوالو د پوهې، مهارتونو، مدیریتي وړتیاوو او مسلکي ظرفیتونو لوړول، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې د مسلکي اخلاقو د اصولو دودول او په روغتیايي مرکزونو کې د مدیریت د کیفیت پیاوړتیا وه.

ټاکل شوې ده، چې ګډونوال به د ورکشاپ له علمي موضوعاتو او عملي تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي او د خپلو اړوندو روغتیايي مرکزونو د مدیریت سيستم په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له BARAN مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Bu Ali Rehabilitation & Aid Network-BARAN مؤسسې سره د (۲۳۹۵۴۴) دوه سوه نهه دېرش زره پنځه سوه څلور څلوېښت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري پکتیا ولایت کې له بېلابېلو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د دغو نظارتونو پر مهال د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څرنګوالی، روغتیايي وضعیت، د خدماتو لا ښه والي په موخه شوي وړاندیزونه او شته ستونزې وڅېړل شوې او د روغتیايي ارقامو د کیفیت له. . .

BACK TO NEWS