د عامې روغتيا وزارت له لوري د نړيوالو همکارو ادارو او مؤسسو له استازو سره د حادو اسهالاتو پېښو ته د ځواب‌ویلو نوبتي ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۳۱
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس، ډاکټر حيدر خان حيدر، يو شمېر نورو مسؤلينو او د اړوندو مرکزي رياستونو استازو ګډون کړی و، د حادو اسهالاتو د پېښو کنټرول، مخنيوي، شته ستونزو حل، لازم چمتووالي او اغېزمنو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس د حادو اسهالاتو پېښو د اغېزمن کنټرول او مخنيوي برخه کې پر ګډ کار، اغېزمنې همغږۍ، چټک غبرګون، د وقايوي تدابيرو پر تطبيق او د نړيوالو ادارو پر لازمې همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل: عامې روغتيا وزارت د اړوندو ادارو په همغږۍ د دغو پېښو د مخنيوي او عامې روغتيا خونديتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کوي؛ څو د دغې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيول شي.

همداراز، د يو پرېزنټېشن له لارې د هېواد په کچه، په ځانګړي ډول ختيځو ولايتونو او بلخصوص ننګرهار ولايت کې، د حادو اسهالاتو په اړه معلومات وړاندې شول او د ناستې ګډونوالو د دغو پېښو د لاملونو، کنټرول او مخنيوي په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.

ورته مهال، د يادو پېښو د کنټرول او مخنيوي په موخه لازمې پرېکړې ترسره او د WASH پروګرام په اړه هم پرېزنټېشن وړاندې او د وقايوي تدابيرو پر پلي کولو او د پاکو اوبو پر کارولو ټينګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۱:۵۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې ۸۹ قلمه بې‌ کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول شول

د کاپیسا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د یاد ولایت کوهستان ولسوالې کې له درملتونونو او یوناني طبابت مرکزونو څخه د څارنې په پایله کې ۸۹ قلمه بې‌کیفیته او له نېټې تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د روغتیايي زیربناوو او خدمتونو پراختیا:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۵۳.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ننګرهار ولایت حصار شاهي بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم څانکې لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د درملو او طبي تجهیزاتو وېش:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بادغیس، دایکندي، غور، کاپیسا، کونړ او بلخ ولایتونو ته ۳۴۰۹ قلمه درمل او طبي تجهیزات. . .

BACK TO NEWS