ټول خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکتر احمد خندان د ختیځ زلزله ځپلو ته د مرستې لپاره د خصوصي سکټور له استازو سره د همغږۍ او بېړنۍ رسېدنې په موخه ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د سختو حالاتو پر مهال د خصوصي روغتیایي بنسټونو پر مهم رول ټینګار وشو او د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو مسوولینو د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د یادې ناستې په پایله کې. . .
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقانی ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د روغتيا نړيوال سازمان له استازو سره لیدنه وکړه
د یادې لیدنې موخه د درملو د هغو مرستو ارزونه ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان يې د زلزله ځپلو لپاره برابرول غواړي، په دې ليدنه کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم د روغتونونو. . .
د خصوصي روغتیایي مرکزونو له لوري د زلزله ځپلو لپاره د وړیا خدمتونو ژمنه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقانی ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د خصوصي روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره. . .
د عامې روغتیا وزیر د خاص کونړ په ځانګړي روغتیایي مرکز کې د زلزلهځپلو د خدماتو بهیر وڅېړه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د تېر زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو له ځانګړي. . .
د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه روغتیایي ټیمونه د کونړ ولایت زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي دي
دغه ټیمونه چې په امبولانسونو، طبي وسایلو او اړینو درملو سمبال دي، د درملنې او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره چمتو دي.
یاد ټیمونه به خپلې چارې د سیمه ییزو مسوولینو په همغږۍ ترسره. . .
په خاص کونړ کې د زلزلهځپلو لپاره ځانګړی روغتیایي مرکز فعال شو
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د تېر شدیدې زلزلې له امله زیانمنو شویو لپاره د عاجلو خدماتو وړاندې کولو په موخه یوه ځانګړي روغتیایي مرکز کې خدمات پیل شول
یاد. . .
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د بي بي فاطمةالزهراء ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه
د دې سفر اصلي موخه چې د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د زلزله ځپلو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وه، ترڅ کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د کورنیو او بهرنیو روغتیايي. . .
عامې روغتیا وزارت او همکارې ادارې د زلزلې قربانیانو لپاره ګډه کمېټه جوړوي
عامې روغتیا وزارت په کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو د غوره مدیریت، سمون او تنظیم په موخه د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي. . .
د کونړ د عامې روغتیا ریاست سره د زلزله ځپلو لپاره د ۵۳ قلمه درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه
یاده مرسته د ورلډ مؤسسې له لوري د زلزلې د قربانیانو د اعلاج او درملنې لپاره، د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه، چې د زلزلې پر قربانیانو او زخمیانو به په شفاف ډول ووېشل شي.
. . .