‎د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو  رئیسانو سره ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۳۷
moph

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئیسانو سره په مرکزي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه ترسره شوه

په دې ناسته کې ښاغلي مرستیال، د ثالثي او تخصصي روغتونونو رئیسانو ته لارښوونه وکړه، چې د اداري اصولو، اسنادو د طی مراحلو، د دندې پر وخت حاضرېدو، د بې‌نظمۍ د مخنیوي، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د ناروغانو د ستونزو د حل په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین‌الله مومند د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د ځینو روغتونونو د کتنو او د هغوی د مثبتو تجربو د پلي کولو، د کمپیوټري نسخو د لیکلو، د لومړنیو، ثانوي او ثالثي خدماتو د ښه‌والي او نورو مهمو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته وینا وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۸:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ شلمه ناسته تر سره شوه

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، ترکیې هېواد ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال. . .

BACK TO NEWS