ډاکتر نجیب الله ساحل د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه معرفي شو

Panah_moph
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۲۹ - ۱۵:۱۱
ډاکتر نجیب الله ساحل د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه معرفي شو

پنجشنبه، سلواغه ٢٨/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ډاکتر نجیب الله ساحل د دغه ولایت د عامې روغتیا د رئیس په توګه معرفي کړ.

د پالیسۍ او پلان مرستیال په ادارو کې تغیر او تبدیل یو اصل وباله او له ډاکتر ساحل څخه یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي او د اړمنو کسانو روغتیايي وضعیت ته د لاسرسي برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.

دغه راز د پالیسۍ او پلان مرستیال د کندز د عامې روغتیا د پخواني رئیس قاري محمد انور بشیر له کارونو او هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه ورته د لا زیاتو بریاوو هیله کوو.

له بلې خوا د عامې روغتيا وزارت د روغتیایي قوانینو د تطبیق رييس ډاکتر رسول منګل، د معالجوي طب عمومي رييس ډاکتر سیر پاڅون، د عامې روغتيا وزارت د ولايتي اړيکو او همغږۍ رييس ډاکتر عنايت الله عنايت کندز ولایت د سفر د هدف کاري برنامو په اړه خبرې وکړې او د کندز له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو د ښه کولو برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

تخار ولایت کې څوارلس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۴۷ قلمه درمل له منځه یووړل شول

یاد خوراکي توکي او درمل د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ روغتیایي مرکز کې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د GeneXpert ماشین فعال شو

د دغه ماشین په فعالیت سره به د نري رنځ (TB) ناروغۍ د دقیق او چټک تشخیص په برخه کې شته ستونزې حل او د پام وړ ښه والی رامنځته شي.

همدارنګه، یاد ماشین به د نري رنځ ناروغۍ په مخنیوي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او ۲۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل:. . .

BACK TO NEWS