څلویښت تنه متخصصین او نرسان د ICU په برخه کې د یو میاشتنۍ زده کړې په موخه ایران ته واستاول شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۵۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت  له لوري څلوېښت تنه روغتیايي کارکوونکي (متخصصین او نرسان) د جدي څارنې (ICU) په برخه کې د هر اړخیزو یو میاشتنۍ زده کړو ترلاسه کولو په موخه ګاونډي هېواد ایران ته استول شوي

یادو روغتیايي کارکوونکو ته په دې برخه کې زده کړې پیل شوي، چې هېواد ته په بېرته راستنېدو سره به د روغتیا په برخه کې ډېر څه نوي له ځان سره ولري

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او متخصصینو د روزلو لپاره په کور دننه د ټولو شته امکاناتو او متخصص روغتیايي پرسونل څخه د ګټې اخیستنې برسېره په بهرنیو هېوادونو کې هم روغتیايي کارکوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، څو وکولای شي یو پیاوړی روغتیايي سیستم رامنځته او په کور دننه ټولو ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS