پکتيکا ولايت کې له يو شمېر خصوصي او دولتي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۲۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت محترم مقام د لارښوونې په اساس د خصوصي سکتور د همغږۍ او تنظیم رئیس، الحاج ډاکتر احمد خندان تر مشری لاندې ټاکل شوي هیئت د خصوصي روغتیايي مرکزونو د تشویق، ملاتړ، قانوني طی مراحلو، معیاري خدمتونو د تنظیم او د رسمي جواز ترلاسه کولو په موخه پکتیکا ولایت کې د نظارتي بهیر پیل کړ.

یاد هیئت لومړی د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر عبدالله جان حقمل سره وکتل او دوه ګډ نظارتي ټیمونه یې جوړ کړل، چې دغه ټیمونو د دولتي روغتونونو تر څنګ د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۱۰۴ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه هم نظارت ترسره کړ.

په دې نظارت کې ۴۳ خصوصي روغتیايي مرکزونه چې جوازونه يې نه درلودل، وتړل شول او له ۵۹ نورو مرکزونو څخه لیکلي ژمنې واخیستل شوې؛ تر څو د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې خپل اسناد بشپړ کړي او د عامې روغتیا وزارت د مقرراتو او معیارونو سره سم خپل فعالیتونه رسمي او جواز تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه نظارت اساسي موخه د روغتیايي مرکزونو تشویق او ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت د مقرراتو او معیارونو مراعتول، د ۱۰۸۴ او ۹۱۶ مقررو سره سم د جوازونو قانوني مراحلو بشپړول او د هېواد اوسېدونکو لپاره د معیاري خدماتو زمينه برابرول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS