په هلمند ولایت کې د یو شمیر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۴۴
moph

د عامې روغتیا وزارت خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس، ډاکټر احمد خندان او مل تخنیکي ټیم نیمروز او هلمند ته د سفر پر مهال له یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه ترسره کړه

دغه لیدنه کې د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس، د هغه روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو څخه چې تر دې دمه یې له جوازونو پرته فعالیت درلود وغوښتل، چې قانوني جوازونه ترلاسه او روغتیايي مرکزونه د قانون سره سم عیار کړي، چې اړوندو مسؤلینو ژمنه وکړه، د دوو میاشتو په موده کې به د جوازونو اخیستلو په موخه د عامې روغتیا وزارت ته مراجعه کوي او اړوند کارونه به یې طی مراحل کوي.

د یادې لیدنې پرمهال همداراز، د هغه روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته، چې قانوني جوازونه یې درلودل سپارښتنې وشوې؛ ترڅو هېوادوالو ته د عامې روغتیا وزارت د لارښودونو سره سم معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، چې هغوی هم د خصوصي سکټور د همغږۍ رئیس ته د روغتیايي مرکزونو معیاري کولو او روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري بېرته راستنېدونکو ته د ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې زیاتې شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره هېواد ته د بېرته راستنېدونکو لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۸:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د کابل په بېلا بېلو ولسوالیو کې له یو شمېر دولتي کلینیکونو څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په ترڅ کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د نشه يي توکو سره د مبارزې او عامه پوهاوې په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه.

 دا سیالۍ چې د. . .

BACK TO NEWS